
د ایکنا د راپور له مخې، کوشک باغ هنر د کال د یوې بېسارې هنري پیښې کوربه دی؛ داسې پیښه چې په کې نوې ټیکنالوژۍ (AI) د ځوانانو او نوې نسل د خلاقیت سره یو ځای د قرآن کریم د مفاهیمو نړۍ ته یو تازه لید وړاندې کوي.
په دغه نندارتون کې به ۱۰۰ داسې آثار نندارې ته وړاندې شي چې د قرآن کریم د آیتونو له الهام څخه رامینځته شوي؛ آثار چې د دیني هنر او د راتلونکي ژبې ترمینځ نوې اړیکه ښئي.
دغه نندارتون د لومړي مرحلې د بریالیتوب پر بنسټ جوړشوی، چې په کې هنرمندانو او د دیني هنرمینهوالو پراخ ګډون کړی و او څرګنده شوې چې نوی نسل چمتو دی ژور دیني مفاهیم د نوي ټکنالوژۍ او نوښتي رودو په مرسته بیا راژوندی کړي.
په دویمې مرحلې کې، له ۱۰۰ څخه زیات ځوانان او زلمیان چې په اې آئیهنر کې ځانګړي روزنیز کورسونه ئې تېر کړې، خپلې بصري تجربې د ډیجیټل آثار په توګه وړاندې کوي.
په دې نندارتون کې آثار د هنري سټایلونو پراخه لړۍ لري؛ له بشپړ خلاقه او انتزاعي انځورونو څخه رانیولې، تر دقیقو او څیړنیزو انځورونو پورې چې د قرآن کریم آیتونه په کې انځور شوي.
هر تصویر د پرمختللو AI ماډلونو په مرسته جوړ شوی،خو هغه څه چې دې آثارو ته ځانګړتیا ورکوي،د انساني لید او خلاقیت شتون دی چې د تصور، ماډل لارښوونې او د وروستي محصول په جوړولو کې کارول شوی. دغه ترکیب یو ځانګړی او بېنظیر پایله رامنځته کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4318162